'جي-۲۰' د افغانستان په اړه یوه فوق العاده غونډه لري

ارشیف

د G20 هېوادونو مشران د افغانستان په اړه یوه فوق العاده غونډه لري.

دا ځانګړې سرمشریزه چې نن د اروپا په وخت د ماسپېښين په یوه بجه په انلاین بڼه پیلیږي د هغه ناورین د ځوابولو لپاره بلل شوې چې افغانستان ورسره مخ دی.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې د دې سرمشریزې کوربه دی ټینګار کړی چې بډایه هېوادونه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

'جي-۲۰' د امریکا متحده ایالاتو ، بریتانیا، اروپایي ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هند، کاناډا، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، سویلي کوریا، جاپان، سعودي عربستان، مکسیکو، سویلي افریقا، ترکیې او اندونیزیا څخه جوړ دی.

تمه کیږي چې د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو په مشرانو سربیره، د قطر استازی، د پیسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او ملګري ملتونه په نننۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي.