د ملګرو ملتونو عمومي منشي: د افغانستان اقتصاد په ماتېدو دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېریش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي اندېښنه ښکاره کړې چې د افغانستان اقتصاد په ماتېدو دی.

انتونیو ګوتېریش دا خبره نن په خپل ټوېټر باندې لیکلې.

ښاغلي ګوتېرېش پرون هم د افغانستان په تړاو په خپله وینا کې د اقتصادي ځوړتیا یادونه وکړه: "اوس وخت د شتمنیو په کنګل پاتې کېدو او د انکشافي مرستو په ځنډېدو سره ، اقتصاد مخ په ماتېدو دی. بانکونه تړلي پاتې دي. اساسي خدمات لکه روغتیايي چارې په ګڼو سیمو کې ځنډېدلي. موږ باید داسې لارې پیدا کړو چې اقتصاد بیا ساه واخلي."

ګوتېرېش په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د اقتصادي ماتې د مخنیوي لپاره باید له دغه هېواد سره مرستې وشي.