تیل پلورونکي: ناسم بانکي سیسټم زموږ کار ستونزو سره مخ کړی

ارشیف؛ د تیلو پمپ

د افغانستان په شمال اقینه بندر کې د تیل پلورونکو ټولنه وايي، د بانکي خدمات ناسم وضعیت د دوی کار له سختو ستونزو سره مخ کړی.

د دې ټولنې رئیس الله داد نن سې شنبه (د تلې په ۲۰مه) ازادي راډيو ته وویل، د تیلو د بیې لوړوالی هم د بانکي سیسټم پورې تړلی دی.

هغه وايي، له کومه چې نظام بدل شوی د دوی کاروبار هم له سختو ستونزو سره مخ دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دوه میاشتې وړاندې به په ورځ کې شااوخوا ۲۰ ټانکره تیل پلورل کېدل، خو اوس دغه چاره تر ډېره صفر ته راښکته شوې.

له شااوخوا څو میاشتو راهیسې د افغانستان په بازارونو کې د نفتي موادو بیې لوړې شوي.

اقتصاد پوهان د دې چارې لامل د ډالرو پورته کېدل او په نظام کې دننه د دې برخې لپاره د یوې منظمې تګلارې نشتون په ګوته کوي.