اروپایي ټولنې افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي ژمنه کړې

په افغانستان کې بې ځایه شوي ماشومان

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر ژمنه وکړه چې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

جوزیپ بورېل پرون په بروکسل کې اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "په افغانستان کې بشري او ټولنیز اقتصادي وضعیت د ماتېدو په حال کې دی. د ناروې د کډوالو د شورا په وینا لږ تر لږه یو میلیونه ماشومان به را روان ژمی له یخنۍ او لوږې مړه شي، یو میلیون، که چېرته سمې مرستې ورسره ونه شي، موږ دې ته صبر نه شو کولی چې ورته وګورو."

بورېل زیاته کړه، کله چې طالبان د بشري حقونو په ګډون د اروپایي ټولنې پنځه غوښتنې ومني بیا له افغانستان سره په پراختیایي برخو کې خپلې مرستې هم پیلولی شي.

مخکې تردې چې طالبان د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیسي د افغانستان د حکومت پنځه اویا فیصده لګښت نړیوالو مرستندویانو ورکاوه.