غزني میشتي خلک له طالبانو د خلکو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کوي

ارشیف؛ د غزني ښار

په کابل، خوست او کندز کې وروستیو چاودنو خلک اندېښمن کړي دي.

د غزني ولایت یو شمیر اوسېدونکي د طالبانو له حکومت څخه د خلکو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کوي.

دوی وايي، په کندز ولایت کې د تېرې جمعې ورځې پېښه یوه پوږنوونکې پېښه وه چې ډېری کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

دوی دغه ډول پېښې په افغانستان کې د مېشتو قومونو، ولسونو او مذهبونو ترمنځ د لېرېوالي، ناهیلۍ او نفرت سبب ګڼي.

غزنی میشتی سیدجان مهداد وايي: "طالبان باید دا خبره په غوږ کې ونیسي چې د افغانستان دښمنان لاس په کار شوي او غواړي ټولو ځایونو کې لکه جوماتونو او تکیه خانو کې دا ډول بریدونه ترسره کړي، دا خلک ناهیلي کوي او ترمنځ یې واټن پیدا کوي."

که دغه خلک له طالبانو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي، خو طالبان هم د خپلې واکمنۍ له پیل سره سم، په ټول افغانستان کې خلکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي.