متقي: طالب پلاوی به د اروپايي ټولنې له استازیو سره وغږیږي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د دوی پلاوی به د اروپايي ټولنې له استازیو سره خبرې وکړي.

مولوي امیر خان متقي دا خبره پرون په دوحه کې یوې غونډې ته وکړه.

هغه وویل، طالبان له اروپا سره ښې اړیکې غواړي: "موږ له اروپايي ټولنې سره هم غواړو تفاهم او مثبت تعامل ولرو. افغانستان غواړي چې د جګړې له فصل وروسته اوس مثبت تعامل ولري. نوی حکومت نه غواړي چې ولس یې د اروپا مهاجرت ته تشویق یا مجبوره شي او نه هم غواړو چې اروپا زموږ د مهاجرو تر بوج لاندې وي."

د متقي په خبره طالبانو تر دې دمه د امریکا، جرمني او بریتانیا له چارواکو او د پارلمان له غړیو سره لیدلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د دې اوونۍ لیدنه صادقانه او مسلکي بللې ده، خو ویلي یې دي چې د دوحې غونډه په هېڅ عنوان د طالبانو د په رسمیت پيژندلو په نیت نه وه جوړه شوې.