ناوالنۍ: چارواکو "د ترهګرۍ او تُندلارۍ د ایډیولوژۍ پلوی" بللی یم

د روسیې د حکومت د اپوزیسیون زنداني مشر الکسي ناوالني

د روسیې د حکومت د اپوزیسیون زنداني مشر الکسي ناوالني وایي، د محبس چارواکو دی "د ترهګرۍ او تُندلارۍ د ایډیولوژۍ پلوی" بللی دی.

هغه په عین حال کې ویلي چې چارواکي ده ته نور د تېښتې د خطر په سترګه نه ګوري.

ناوالني دا خبرې پرون په خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي.

هغه زیاته کړې چې د محبس چارواکو په هغه باندې نوې فیصله په قاطع اکثریت کړې او دی به اوس مجبوره وي چې د بندیانو خاصې جامې واغوندي.

ناوالني چې د نوبل د سولې جایزې لپاره کاندید وو پرون د دې جایزې ګټونکي دیمیتري موراتوف ته مبارکي ورکړې او وړ یې بللی دی.

موراتوف چې د روسیې د خپلواکۍ ورځپاڼې نویا ګزیتا مدیر مسوول دی له فیلیپنۍ خبریالې ماریا میسا سره په ګډه د نوبل د سولې جایزه د بیان د ازادۍ په لار کې د خپلو خدماتو په خاطر ترلاسه کړې.

خو د ناوالني پلویانو د نوبل کمېټې باندې انتقاد کړی ناوالني تر نورو کاندیدانو د جایزې د ګټلو مستحق وو.