د افغانستان په اړه د 'G۲۰' غونډه؛ ایټالیا: بشري ناورین یې باید په ګډه حل شي

ارشیف، د جي شل غونډه

د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو مشران نن 'د میزان ۲۰مه نېټه' د افغانستان په اړه غونډه کوي.

دا ځانګړې سرمشریزه د هغه ناورین د ځوابولو لپاره بلل شوې چې افغانستان ورسره مخ دی.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې هېواد یې دا مهال د 'جي-۲۰' دوره یي مشري کوي، ویلي چې ټول غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره خپل ګډ هدفونه وړاندې کړي.

دی وايي: "سرمشریزه د 'جي-۲۰' ګډو اهدافو باندې تمرکز کوي چې البته، د نړۍ ۲۰ بډایه هېوادونه دي. تر ټولو مخکې باید عاجل بشري اړتیاو باندې تمرکز وشي. هغه څه چې ما ته تل ویل کېږي په افغانستان کې بشري ناورین دی، ځکه چې دا هېواد هېڅ نړیوال ملاتړ نه لري. ځینې هېوادونه ممکن یو څه مرسته وکړي، مګر ناورین پېښېږي او دا د بډایه هېوادونو مسؤلیت دی چې له قید او شرط پرته مرستې ته دوام ورکړي."

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي ویلي چې ټول هېوادونه باید افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره خپل ګډ هدفونه وړاندې کړي.

'جي-۲۰' د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، اروپایی ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هند، کاناډا، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، سویلي کوریا، جاپان، سعودي عربستان، مکسیکو ، سویلي افریقا، ترکیې او اندونیزیا څخه جوړ دی.

د ایټالیا صدراعظم ویلي چې د غونډې په درشل کې، هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین پینګ په ګډون د بېلابېلو هېوادونو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

ماریو دراګي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید یوه ګډه ستراتیژي پلې کړي، څو د افغانستان د کړکېچ د حل سربیره دا هېواد د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي.

تمه کېږي چې د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو په مشرانو سربیره، د قطر استازی، د پیسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او ملګري ملتونه په نننۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د هند د صدراعظم ناریندرا مودي دفتر اعلان وکړ چې هغه به په انلاین بڼه د'جي-۲۰' غونډې سره وصل شي.

مودي د غونډې په درشل کې د بریتانیا له صدراعظم بورېس جانسن سره د افغانستان د کړکېچ په اړه خبرې کړي دي.

د ایټالیا په ګډون اروپایي هېوادونو ویلي چې د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو سرغړونه د دوی لپاره د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پیژندل د ناممکن تر حده وړې ده.

تېره اوونۍ، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې د 'جي-۲۰' سرمشریزه باید طالبانو ته یو واضح پیغام ورکړي چې دوی باید بشري عملیاتو ته اجازه ورکړي.

د 'جي-۲۰' سرمشریزه نن داسې وخت پر افغانستان څرخیږي چې ملګرو ملتونو، د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

کابو یوه میاشت وروسته له هغه چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، ملګرو ملتونو او ځینې لوی تمویلوونکو د سېپټمبر په ۱۷مه د سویس په جنیوا کې غونډه وکړه.

په هغه غونډه کې له افغانستان سره د یو میلیارد او دوه سوو میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وشوه. مګر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري 'یو.اېن.اېچ.سي ار' وايي، دوی تر دې دمه د ژمنه شوېو مرستو شااوخوا ۳۵ فیصده ترلاسه کړي دي.

په دې اړه نور: مرستندویو هېوادونو افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه

ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال تر پایه بیړنیو بشري مرستو ته د ۶۰۶ میلیونو ډالرو اړتیا ده، څو ۱۱ میلیونو اړمنو خلکو ته مرستې ورسول شي.

لا معلومه نه ده چې ملګرو ملتونو له دې څه باندې شپږ سوو میلیونو ډالرو څومره مرستې ترلاسه کړي.