طالبان: واشنګټن به له افغانستان سره بشري مرستې وکړي

د قطر پلازمېنه دوحه کې طالب پلاوی

طالبان وايي، هغه امریکايي پلاوي چې په تېرو دوو ورځو کې یې له دوی سره په قطر کې ولیدل ژمنه کړې ده چې واشنګټن به له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او د نورو خیریه مؤسسو د مرستو په رسولو کې به همکاري وکړي.

پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د شنبې او یکشنبې په ورځو په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره مخامخ خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د کابل نوی حکومت به له مرستندویو مؤسسو سره ګډ کار وکړي څو اړو خلکو ته بشري مرستې په شفافیت سره ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، د طالبانو او امریکايي چارواکو خبرې صادقانه او تخصصي وې، خو په بیان کې په دې اړه چې دواړو خواوو پر کومو مسایلو توافق کړی، جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

طالبانو هیله ښودلې چې واشنګټن او کابل به نوي پړاو ته د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د رسولو لپاره ګډ کار وکړي او ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید د سیاستونو ښکار نه‌شي.