طالبان: که نړیواله ټولنه مرستې ونه‌کړي، افغانستان کې به لوی بشري ناورین راشي

ارشیف، کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه په روغتیايي برخه کې په خپل وخت مرستې ونه‌کړي، نو په افغانستان کې به لوی بشري ناورین راشي.

د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمري نن ازادي راډیو ته وویل د هېواد د روغتیايي سکټور په سلو کې ۸۸ پر بهرنیو مرستو ولاړ و، خو د دې مرستو له بندېدو سره د ده په وینا په ټول هېواد کې ۲،۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

ښاغلي عمري وویل چې نړیوال په دې برخه کې مسؤلیت لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف د افغانستان د روغتیايي سکټور د سقوط خبرداری ورکړی.

یونېسف ویلي دي چې د خوارځواکۍ له امله نږدې یو ملیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي.