د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له تندلارو سره نښته کې ۵ هندي سرتېري ووژل شول

د جمو او کشمیر د دوبي په مرکز سرینګر کې ځیني هندي سرتېري

د هند پوځ وايي، پنځه سرتېري یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له تندلارو وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د هند د پوځ یو ویاند نن د تلې په ۱۹مه وویل، په جنوبي سورانکوټ سیمه کې د حکومت د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیت د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته دې سرتېرو په سیمه کې ګزمه کوله چې برید پرې وشو.

ویاند زیاته کړه چې دا سرتېري په داسې حال کې چې سخت ټپیان شوي وو، په هلیکوپټر په وسیله راوایستل شول.

په کشمیر کې تشدد وروسته له هغه زیات شو چې د جمو او کشمیر د دوبي په مرکز سرینګر کې د تېرې اوونۍ د هدفي وژنو په دوام د هند پوځ عملیات وکړل.