د تایوان ولسمشرې د چین د مخ پر زیاتېدونکو فشارونو پر وړاندې د دفاع ژمنه وکړه

د تایوان ولسمشره

د تایوان ولسشمرې ژمنه کړې چې د چین د مخ پر زیاتېدونکو فشارونو په وړاندې به دفاع وکړي.

سای اینګ وین پرون د تایوان د ملي جشن په لمانځغونډه کې وویل چې هېواد به‌یې د بیجېنګ د مخ په زیاتېدونکو فشارونو په وړاندې سر ټیټ نه‌کړي او له خپل ډیموکراتیک دریځه به دفاع وکړي.

مېرمن سای زیاته کړه چې د تایوان د ملي دفاع پياوړتیا ته به دوام ورکړي څو ډاډ حاصله شي چې هېڅ څوک تایوان نه‌شي مجبورولی څو د چین له‌خوا په ټاکلې لار ګام واخلي.

چین، ډیموکراتیک تایوان د خپل یوه جلا شوي ولایت په توګه شمېري، خو دا ټاپو چې لږ تر لږه ۲۳ ملیونه نفوس لري ځان یو خپلواک دولت ګڼي.

په دې وروستیو کې د تایوان چارواکو شکایت کړی چې چین د تایوان پولو ته نږدې خپل پوځي تحرکات په تېره بیا الوتنې زیاتې کړي.

د امریکا متحده ایالاتو هم تایوان ته نږدې د چین پوځي فعالیتونه پاروونکي بللي او اندېښنه‌یې ښودلې.