د افغان نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه کمپاین پیل شو

ارشیف

لسګونه فعالانو په افغانستان کې د نجونو په مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو کمپاین پیل کړی دی.

د دغه کمپاین اکثر ګډونوال د قلم لار ټولنې له‌خوا تنظیم شوي دي.

د قلم لار مسؤل مطیع‌الله ویسا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له کندهاره مو کمپاین پیل کړی چې په‌کې سپین ږیري، قومي مشران او خلک په دې شعار راوتلي چې د نجونو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي. دا چې تعلیم په ښځه او نر فرض دی، نو باید خویندو ته دا اساسي او بشري حق ورکړل شي."

په خواله رسنیو له ټول افغانستان او نړۍ لسګونه فعالان په دې کمپاین کې حضور لري، خو ویسا وویل چې په حضوري توګه به له کندهار وروسته نورو ولایتونو ته هم دا کمپاین وغځول شي.

طالبانو ژمنه کړې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې لپاره په یوه کړنلاره کار کوي.

طالبانو د نجونو په مخ دپوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.