راپورونه: بریتانیا ته د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو ویزې منل شوي

افغان ښځینه فوټبالرانې

راپورونه وايي، بریتانیا ته د تګ لپاره د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو ویزې منل شوي دي.

دوی په وروستیو کې له افغانستانه پاکستان ته کډه شوې وې.

د ښځینه فوټبال د ټیم لوبډلمشرې خالدې پوپل پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا د هغې لپاره له خوښیو ډکه ورځ ده چې په انګلستان کې د ۱۳۲ فوټبالرانو او د هغوی د کورنیو د غړو د قبولۍ خبر ور رسېدلی دی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د فوټبال ځینې ښځینه لوبغاړي پرتګال ته هم تللي دي.