کابل کې ځینو مېرمنو په اعتراضیه غونډه کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه

کابل کې د مېرمنو لاریون

په کابل کې ځینو ښځو نن په یوه اعتراضه غونډه کې د طالبانو له حکومته د خپلو حقونو غوښتنه وکړه.

دا ښځې چې شمېر یې تر شلو کم و، د کابل په شهر نو پارک کې راټولې شوې وې.

د دغه اعتراضیه غونډې یوې ګډونوالې او د ښځو د حقونو فعالې شکریې سادات ازادي راډیو ته وویل: "زموږ نننی پروګرام له افغان ښځو سره د نړۍ د ښځو د پیوستون لپاره یوه سوله ییزه غونډه وه. موږ د طالبانو له نظره پټ په یوه خوندي او ګوښه ځای کې خپل پروګرام جوړ کړ چې له نېکه مرغه په بریا ترسره شو."

طالبانو د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې یې ویلي وو، دوی پر یوه طرحه کار کوي او پر اساس به یې ښځې د اسلامي شریعت له مخې کار او زده کړې وکړای شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په عامو دولتي ادارو کې یوازې نارینه ­وو ته د کار اجازه ورکړل شوې، خو په ځینو محدودو ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.