هغه ۱۶۰ افغانان چې هند کې بند پاتې وو خپل هېواد ته ستانه شول

ارشیف، د هند یو هوايي ډګر

په هند کې د افغانستان سفارت پر فیسبوک پاڼه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغه افغانان چې د زده کړو، سیاحت او درملنې لپاره هند ته تللي وو او په افغانستان کې له ورورستیو تحولاتو سره هلته بند پاتې شول، لومړی ډله یې د جمعې په ورځ د ایران د ماهان هوایي شرکت په مرسته افغانستان ته ولېږدول شول.

یو شمېر دغه افغانان چې تازه افغانستان ته ستانه شوي وایي، د ډېرو سختیو له ګاللو او پور اخیستو وروسته وتوانېدل چې ټکټ وپیري او خپل وطن ته ستانه شي.

سهراب چې تازه له هنده افغانستان ته ستون شوی ازادي راډیو ته وویل، هلته شته مساپر په سختۍ ژوند تېروي او له جدي اقتصادی ستونزو سره مخ دي: "۸۵۰ ډالره ډېرې زیاتی پیسې دي او خلک یې د ورکولو توان نه لري. ډېری خلکو همدا پیسې پور کړې. هغه ملت چې دولت ونه لري، نو په هېڅ ځای کې ارزښت نه لري."

بل لور ته یو شمېر هغه افغانان چې لا هم په هند کې بند پاتې دي شکایت کوي چې افغانستان ته د ستنېدو پیسې نه لري.

سیمع الله او مشتاق احمد له همدې ډلې دوه کسان دي، دوی ازادي راډیو ته وویل: "موږ هند ته درملنې لپاره راغلي وو، درې میاشتې کېږي چې دلته پاتې یو او افغانستان ته د ستنېدو لپاره پیسې نه لرو. که اسلامي امارت په دې اړه یوه پرېکړه وکړي نو موږ به یې منندوې وو.

-شااوخوا درې – څلور عسکره چې هند ته د درملنې لپاره راغلي وو، ویل یې د بېرته ستنېدو پیسې راسره نشته او زموږ پاسپورتونه هم د کور له څښتن سره ګرو پاتې دي. هیله کوو چې زموږ غږ اړوندې مرجع ته ورسوئ."

ازادي راډیو وغوښتل په دې اړه د کابل د هوایي چلند ادارې د مسوولانو نظر هم راواخلي، خو بریالۍ نه شوه.

خو د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړی بلال کریمي وایي، د الوتکو د الوتنې د عادي کېدو لړۍ روانه ده او خلک کولی شي چې له بهره افغانستان ته راستانه شي.

خو نوموړي د هغو افغانانو په اړه څه ونه ویل، کوم چې د مالي ستونزو له امله په هند کې بند پاتې دي.