یونیسف: افغانستان کې مو هڅه داده چې هره نجلۍ او هر هلک ښوونځي کې وي

یو شمېر نجونې

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې به د هرې نجلۍ، هلک او ښځې د حقونو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یونیسف د پروګرامونو مرستیال اجراییه مشر، عمر عبدي د کابل د سفر پر مهال نن په یوه ټویټ کې ویلي: "د یونیسف هدف دا دی چې هره نجلۍ او هر هلک په ښوونځي کې وي، روغتیايي اسانتیاوې ولري او له تاوتریخوالي خوندي وي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اکتوبر میاشتې ۱۱مه نېټه د ماشومو نجونو له نړیوالې سره برابر ده.