افغان کرکټ لوبډله په قطر کې په تمریناتو بوخته ده

افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې لوبغاړو د نړیوال جام د مسابقو د چمتووالي لپاره نن په قطر کې خپل تمرینات پیل کړل.

د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک په دې اړه نن رسنیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو په قطر کې تمرینات پیل کړل. د ویلو ده چې د کرکټ ملي لوبغاړي به ډېر ژر په نړیوال جام کې د ګډون لپاره متحده عرب اماراتو ته سفر وکړي."

په متحده عرب اماراتو کې به د کرکټ د نړیوال شل اووره جام سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکټوبر پر ۲۵مه وي چې لا یې سیال نه‌دی معلوم، خو په دویمه لوبه کې د اکټوبر پر ۲۹مه له پاکستان سره مخامخېږي.

افغان ټیم به د نړیوال جام په ګروپي او ۱۲ غوره دور کې ټولټال پنځه لوبې ولري او د بریا په صورت کې به مخته ځي او د نورو لوبو چانس به هم خپل کړي.