خوست کې د تازه میوو، ترکاریو او سبزیو کاروباریان د سړو خونو غوښتنه کوي

خوست ښار

خوستي بزګران او بڼ لرونکي وايي، د سړو خونو د نشتون له کبله دوی اړ دي، چې خپلې تازه میوې، ترکارۍ او سبزۍ په ټیټه بیه وپلوري.

بزګران او بڼ لرونکي زیاتوي، سبزۍ او تازه میووې لږه بیه لري چې دوی ته يې ګټه نه پاتېږي او د ټول کال خواري يې هېڅ ځای نه نیسي.

هغوی له طالبانو غواړي چې د سبزیو، ترکاریو او تازه میوو د ساتنې لپاره دې، په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو او بڼ لرونکو ته سړې خونې جوړې کړي.

متوکل چې په خوست ښار کې سبزي خرڅوي ازادي راډیو ته وویل: "سبزي خرڅوم، ستونزې مو دا دي چې په سبزۍ باندې پنځه یا شپږ میاشتې تیرې کړو، پیاز او الوګان کرو، ډېرې ستونزې ورباندې کوو چې کله يې وخت راشي، نو مجبور وو چې په ارزانه بیه يې خرڅ کړو، خپل مشقت هم نه شي پوره کولی، موږ غواړو چې سړې خونې راته جوړې شي چې سبزۍ همدلته وساتو، څو په نورو موسمونو کې راباندې په لوړه بیه خرڅې نه شي. "

یو بل سبزي پلورونکی امیربادشاه وايي، دوی سبزۍ له بزګرانو اخلي او دومره لږه ګټه ورته پاتېږي، خو د بزګرانو مشقت نه شي پوره کولی.

دی زیاتوي، په سبزۍ باندې د کورنیو ټول غړي بوخت وي، خو چې کله يې خرڅوي، هغه د ورځې مزدوري هم ورته نه پاتېږي.

سره له دې چې د لويې پکتیا په غرونو کې د نورو میوو ترڅنګ انار هم کېږي، خو بیا هم خوست ښار ته د انارو ډېره برخه له کندهاره راځي.

امیربادشاه وايي، دوی سبزۍ له بزګرانو اخلي او دومره لږه ګټه ورته پاتېږي

صدیق الله چې په ښار کې تازه میوې پلوري وايي، په اوس وخت کې د انارو یو کیلو په شل افغانۍ ده، د دې ډ‌ېره برخه پاکستان ته لېږل کېږي او دا چې هلته سړې خونې ډېرې دي، نو بیا يې په مناسب وخت کې بازار ته وړاندې کوي.

دی هم وايي، بزګران هغه وخت ګټه کولای شي چې دوی په سړو خونو کې خپلې میوې وساتلی شي.

بلخوا په خوست کې د کرنې او مالداری ریاست چارواکي وايي، یاده اداره د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سړو خونو د جوړولو پلان لري.

په خوست کې د کرنې او مالداری رئیس مولوي عبدالطیف زاهدي وویل، له مخکې د خوست د تڼیو او ګربزو په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې ځینو بزګرانو او بڼ لرونکو ته سړې خونې جوړې شوي، خو هغې سړې خونې اوسنۍ اړتیا نه شي پوره کولی.

مولوي عبدالطیف زاهدي زیاتوي: "موږ سره د سړو خونو د جوړولو پروګرام شته، په تڼیو او ګربزو کې ځینې سړې خونې جوړې شوي دي، هغې نه ښه استفاده کېږي، غواړو په نورو منطقو کې هم دا سړې خونې جوړې کړو چې د بزګرانو سبزیجات ذخیره شي. "

یاده دې وي، خوست ډيریو میوو، ترکاریو او سبزیو لپاره مناسبه اب و هوا لري او په دې ځای کې يې فصل ښه نتیجه ورکړې ده، خو د شنو خونو او نورو اوسمهالو کرنیزو توکو او وسایلو د نشتون له کبله بزګران او بڼ لرونکي اړ دي چې په ټیټه بیه يې وپلوري او د دوی هغه خواري او مشقت پوره ځای ونه نیسي.