په کابل کې یو نندارتون جوړ شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

سره له دې چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره په افغانستان کې تفریحي او هنري پروګرامونه په ټپه درول شوي، پرون په کابل کې یو نندارتون جوړ شو.

په نندارتون کې د رسامۍ، خطاطۍ او انځورونو تر څنګ ځینې تخنیکي وسایل هم نندارې ته ایښودل شوي وو.

په دې وسایلو کې بې پیلوته الوتکې، کوچني روباټونه، نور برقي او تخنیکي وسایل هم شامل وو.

د دې نندارتون په اړه چې د مسلکي زده کړو د ادارې له لوري ترتیب شوی و، یوه برخه وال خطاط صدیق الله ازادي راډوی ته وویل، دا نندارتون یوازې د یوې ورځې لپاره و.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې شپږ زره او‍۱۱۵ تنه چې ۸۳۷ یې ښځینه ښوونکې دي کار کوي.