طالبان: د قطر بحثونه به نړۍ سره د ښو اړیکو زمینه برابره کړي

قطر کې د طالبانو سیاسي استازي

د طالبانو حکومت وايي، په قطر کې د دوی بحثونه به له نړۍ سره د ښو اړیکو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر، امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو یوه ډله له پرون راهیسې له امریکايي لوري سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې په خبرو بوخته ده.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي، احمد الله وثیق په قطر کې د روانو خبرو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن به هم پر همدې موضوع بحث کېږي چې په روغتیايي چارو کې او نورې بشري مرستې څنګه دوام وکړي. د دې تر څنګ پر ځینو سیاسي موضوعاتو هم خبرې کېږي چې د راتلونکي افغانستان په ګټه به تمامې شي."

په قطر کې د روانو خبرو پر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام تر څنګ، د افراطي ډلو په وړاندې پر مبارزه او د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو د خلاصون پر لارو چارو بحث کېږي.