د روغتیا سازمان: افغانستان ته کې ۱۸۶ ټنه وسایل لېږدول شوي

روغتیايي مرستې

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اګسټ میاشتې له ۳۰مې نېټې په نهو الوتنو کې یوسل او شپږاتیا ټنه روغتیايي وسایل او تجهزات افغانستان ته لېږدول شوي دي.

دغه سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي، له دې سره به د دوه نیم میلیونو وګړو روغتیايي اړتیاوې پوره شي.

تردې مخکې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف یوه مشر، د افغانستان د روغتیايي سکټور د زوال د مخنیوي لپاره د جدي اقدام غوښتنه کړې وه.

د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز مشر جورج لاریا ادجی (George Laryea Adjei) چې په کابل کې یې په اندراګاندي روغتون کې د ناروغو میندو او ماشومانو حالت له نږدې کتلی، پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "زه ټول شریکان رابولم، څو لاسونه سره ورکړي او دا یقیني کړي چې په ګډه په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د زوال مخه نیسي. دا درنه بیه ده چې ښايي له کبله یې زیات ماشومان ومري."

د روغتیا نړیوال سازمان میاشت مخکې راپور ورکړی و چې له ۲،۰۰۰ زیات کلنیکونه او صحي مرکزونه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تړل شوي دي.