افغانستان: ګاونډي هېوادونو دې خپله راکړه ورکړه عادي حالت ته وګرځوي

د تورخم کرښه

د افغانستان د سوداګرۍ خونې په یوې اعلامیه کې له ټولو ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره خپله راکړه ورکړه عادي حالت ته وګرځوي.

په دغه اعلامیه کې چې پرون ناوخته خپره شوې ویل شوي چې په افغانستان کې وروستیو بدلونونو په سوداګریزه راکړه ورکړه ژور اغېز کړی دی.

د اعلامیه په یوه برخه کې راغلي: "د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو نشتوالي د افغانستان په بازارونو کې د عرضې او تقاضا پروسه اغېزمنه کړې او د ټولو توکو په ځانګړي ډول د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو بیه په افغان بازارونو کې لوړه شوې ده، دغه حالت نه یوازې سوداګرو بلکه مصرف کوونکو ته هم زیان اړولی دی."

د افغانستان د سوداګرۍ او خونې چارواکو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په اقتصادي رشد کې له دوی سره مرسته وکړي.

مخکې دغه خونې ویلي وو چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته صادارات کېږي، خو په وارداتو کې په بانکي سیستمونو کې د ستونزو او د پیسو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.