طالبان: خپلو اصلي مېنو ته د کورنیو بې ځایه شوېو لېږدول پیل شول

یو افغان کډوال

طالبان وايي، خپلو اصلي مېنو ته یې د کورنیو بې ځایه شوېو لېږدول پیل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کابل ولایت د کډوالو او راستنېدونکو د ادارې ريیس قاري عبدالمتین احمدزي اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دا بهیر له پرون شنبې څخه پیل شو او دوی له مرستندویو موسسو د مالي مرستې غوښتنه ورته کړې ده.

دی وايي: "موږ د بې ځایه شوېو د لېږدولو لپاره پرېکړه وکړه، د دې لپاره چې حکومت اوس پیسې نه لري، له ټولو خیریه موسسو او ټولنو مو چې په کابل کې دي، مرسته وغوښته."

د طالبانو یوه بل چارواکي ویلي چې د وروستیو جګړو له کبله نژدې یو نیم میلیون افغانان په خپل هېواد کې بې ځایه شوي دي.

تراوسه خپلو اصلي مېنو ته یوازې د زر کورنیو د بېرته ستنېدو امکان برابر شوی دی.

زرګونه بې ځایه شوي په کابل کې په کمپونو کې اوسي او غواړي چې د ژمي تر را رسېدو مخکې خپلو کورونو ته ستانه شي.