امریکا: کندز کې د انتحاري حملې عامل دې سزا وویني

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز د برید د قربانیانو تدفین؛ یو شمېر لا هم ورک دي

د امریکا متحدو ایالاتونو، په کندز ولایت کې پر یوه جومات د جمعې ورځې د ځانمرګي برید د عاملانو د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پرون په خپل ټویټر کې د دې حملې د غندلو تر څنګ ویلي: "د امریکا متحد ایالاتونه د دې برید د عاملانو د پلټنې او عدالت ته د راوستلو غوښتنه کوي."

ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې ټول افغانان په سوله کې د ژوند او عبادت کولو حق لري.

په کندز کې د انتحاري حملې د قربانیانو د ډله ییزې ښخونې مراسم پرون شنبه ترسره شول.

د کندز ښار د خان اباد بندر د سیداباد ګذر د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځان وژونکې برید له پنځوسو زیات کسان ووژل او له ۱۴۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

د دې حملې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلی دی.