طالبان وايي، دوی د یوه په ګټه او د بل په زیان کار نه کوي

د طالبانو د حکومت، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د حکومت او د امریکا د متحدو ایالاتونو استازي به نن یکشنبه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

دواړو لوریو ویلي چې د دوی خبرې به د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د افراطي ډلو پر وړاندې پر مبارزه او له افغانستانه د بهرنیو اتباعو پر وتلو راټولې وي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي چې په دغو خبرو کې د طالبانو استازیتوب کوي ویلي، دوی به له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو د خلاصون پر لارو چارو هم خبرې وکړي.

په دې اړه نور: امیرخان متقي: امریکا دې د افغانستان پر شتمنیو لګېدلی بندیز لېرې کړي 

ښاغلي متقي پرون له باختر خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، طالبان له امریکا سره مثبتې اړیکې غواړي:"پر بشري مرستو هم خبرې وشوې او دوام به کوي. دغه راز ټینګار وشو چې د دوې موافقه په بشپړ ډول عملي شي. د افغانستان د حریم درناوی وشي. د یو بل په چارو کې مداخله ونه شي. ټینګار پر دې روان دی چې یو له بل سره باید مثبتې اړیکې او متقابل تعامل ولرو."

د باختر خبري اژانس په حواله امیر خان متقي له امریکايي لوري سره پرون په خبرو کې ویلي، دوی هڅه کوي په بحثونو کې د خپل حکومت دریځ روښانه کړي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، دوی د یوه په ګټه او د بل چا په زیان کار نه کوي.

دا له کله چې په اګسټ میاشت کې امریکايي ځواکونه تر شل کلن ماموریت وروسته له افغانستانه په بشپړ ډول ووتل او پر دغه هېواد طالبانو ولکه ټینګه کړه، لومړی وار دی چې د طالبانو او امریکا استازي په خپلو کې په مستقیم ډول خبرې کوي.

په دې اړه نور: طالبانو امریکا سره د مثبتو اړیکو غوښتنه کړې، ایا دا یوه عملي غوښتنه ده؟

د امریکا متحدو ایالاتونو ویلي چې دغه خبرې اترې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو مقدمه نه ده. تراوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه غړي سهیل شاهین له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره په مرکه کې ویلي، دوی به په افغانستان کې د داعش ډلې پر خلاف په مبارزه کې له واشنګټن څخه همکاري ونه غواړي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د یو لړ حملو مسوولیت منلی دی چې تر ټولو تازه یې د جمعې په ورځ په کندز کې د شیعه ګانو پر جومات بمي حمله وه چې تر ۵۰ زیات کسان یې په نتیجه کې ووژل شول.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه غړي سهیل شاهین ویلي، دوی به په افغانستان کې د داعش ډلې پر خلاف په مبارزه کې له واشنګټن څخه همکاري ونه غواړي.

په قطر کې دا خبرې داسې مهال دوام کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شیرمن په اسلام اباد کې له پاکستاني لوري سره د جمعې او شنبې په ورځو پر افغانستان سخت بحثونه درلودل.

پاکستاني چارواکو چې د طالبانو په ملاتړ تورن دي، له امریکا غوښتنه کړې چې د افغانستان له نوېو واکمنانو سره خبرې وکړي او د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره د افغانستان ملیارډونه ډالره کنګل شوې شتمني خوشې کړي.

د امریکا حکومت په اګسټ میاشت کې اعلان وکړچې د نژدې نهه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان بانک زېرمې یې کنګل کړې دي.

یوه امریکايي چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله، د نوم نه ښوولو په شرط اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، د دوحې په خبرو کې به امریکايي لوری له طالبانو وغواړي پر خپله هغه ژمنه عمل وکړي چې له افغانستانه یې د امریکايي او نورو بهرنیو اتباعو او هغو افغانانو د وتلو لپاره کړې وه، چې یو وخت یې د امریکا له پوځ یا حکومت سره کار کړی و.