کندز کې د انتحاري حملې د قربانیانو د ډله ییزې ښخونې مراسم ترسره شول

کندز کې انتحاري حملې له ۵۰ زیات کسان ووژل

په کندز کې د انتحاري حملې د قربانیانو د ډله ییزې ښخونې مراسم نن ترسره شول.

د کندز ښار د خان اباد بندر د سیداباد ګذر د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال پروني ځان وژونکي برید له پنځوسو زیات کسان ووژل او له ۱۴۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

د دې حملې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلی دی.

همدې ډلې په کابل د عیدګاه جومات مخې ته د یکشنبې ورځې برید مسوولیت هم منلی و. په دې پېښه کې هم ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي وو.