قطر ته د طالبانو تللی پلاوی د کنګل شوېو پیسو پر ازادېدو غږیږي

ارشیف، د طالبانو سیاسي استازي

طالبان دوحې ته د خپل پلاوي سفر مهم او له نړۍ سره د نوېو اړیکو د پیل په برخه کې اغېزمن بولي.

تمه ده د طالبان د قطري چارواکو سربېره، له امریکايي پلاوي سره هم وګوري.

دا واک ته له رسېدو وروسته، د امریکا او طالبانو ترمنځ په لومړي ځل رسمي لیدنه ده چې په یو شمېر مهمو موضوعاتو به په کې بحث وشي.

په پلاوي کې دا کسان شامل دي:

  • د طالبانو په مشرۍ حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي .
  • د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا.
  • د استخباراتو سرپرست رئیس ملا عبدالحق وثیق.
  • د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال.
  • شیخ شهاب الدین دلاور .
  • او حاجی محمد ابراهیم.

په ارګ کې د طالبانو یوه چارواکي الجزیرې ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو او د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل، د کتنې د اجنډا مهم بحثونه دي.

د طالبانو په مشرۍ حکومت، د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق بیا د دې غونډې موخه، په افغانستان کې د اوسني نظام بقا او له نړۍ سره د ښو اړیکو پیلول بولي.

دی وايي: "د افغانستان د راتلونکي، د ولس د سوکالۍ، په افغانستان کې د اسلامي نظام د بقا، ټیکاو او له نورې نړۍ سره د اړیکو ساتلو لپاره یو ډېر مهم سفر دی. "

ښاغلی وثیق زیاتوي، افغانستان د خپلو ګاونډیانو او د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د دې اړیکو جوړېدو لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال هیله ښيي چې دا هڅې پایله ورکړي او د افغانستان په ګټه به تمامې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له طالبانو سره د خپل یو پلاوی لیدنه تاییدوي او وايي، دوی د طالبانو په لوړ رتبه چارواکو غږ وکړي چې بشري حقونه مراعت کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دوی غواړي طالبان دې ته را وبولي چې د مېرمنو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته احترام وکړي او یو داسې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي چې پراخ ملاتړ ولري.

خو امریکايي چارواکو په دې کتنه کې د طالبانو په رسمیت پېژندو موضوع رد کړې ده.

د امریکايي چارواکو له قوله، له طالبانو سره د دوی د پلاوی د لیدنې یوه مهمه موضوع د بشري مرستو دوام دی.

امریکا په افغانستان د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې مرستندویه سازمانونو ته اجازه ورکړي چې اړمنو خلکو او زیانمنو سیمو ته مرستې ورسوي.

سهیل شاهین الجزیزي ټلوېزیون سره یې خپله تازه مرکه کې ویلي، دوی د قومي لږکیو استازي هم کابینه کې ځای کړي

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دوی د خپل حکومت لپاره د مشروعیت ډېره هڅه کړې، خو لا یې پایله نه ده ورکړې.

د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندو لپاره نړیوالې ټولنې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی، د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې‌کول د شرطونو په توګه مطرح کړي دي.

د دې تر څنګ امریکا د افغانستان ۹،۶ میلیارډ ډالر بانکي ذخېره هم کنګل کړې او د دې پیسو ازادېدل یې د طالبانو په عمل پورې تړلي.

طالبان بیا د اقتصادي فشارونو او له دوی د نړۍ د غوښتنو په اړه وايي، چمتو دي چې ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، نه انتخابي.

سهیل شاهین چې د طالبانو په مشرۍ حکومت له‌خوا ملګرو ملتونو ته د استازي په توګه معرفي شوی الجزیزي ټلوېزیون سره یې خپله تازه مرکه کې ویلي، دوی د قومي لږکیو استازي هم کابینه کې ځای کړي او ژر به یو شمېر ښځې هم د کابینې برخه شي.

خو ښاغلي شاهین دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو حق او غوښتنو ته درناوی وکړي.

وړاندې طالبانو د کابینې په لوړ چوکیو د ښځو له ګمارنې سره مخالفت کړی او تر خوا یې د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف او نهي عن المنکر په ادارې بدل کړی دی.