کرکټ؛ اندریو فلاور د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکی ټاکل شوی

یو افغان کرکټر

د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پخوانی ټېسټ کرکټر اندریو فلاور په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په دنده ګومارلی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه (د تلې په ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې فلاور تجربه کار کرکټر دی.

هوتک وویل: "اندریو فلاور د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر چې د روزنې په برخه کې ډېره تجربه لري او د خپل وخت ډېر ښه کرکټر پاتې شوی په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د سلاکار روزونکي په توګه وټاکل شو."

فلاور د زمبابوې د ملي لوبډلې لپاره په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوورېزو لوبو کې مسابقې کړي، همدا راز له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۴ کاله پورې یې د انګلستان د ملي لوبډلې او په لویو لیګونو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د کرکټ بورډ ادارې مشر عزیزالله فضلي ویلي، اندریو فلاور به وکولی شي چې د شل اوورېزو لوبو په نړیوال جام کې د افغانستان لپاره د روزنې په برخه کې ګټور تمام شي.