طالب او امریکایي چارواکي د تروریستي فعالیتونو پر مخنیوي غږیږي

د طالبانو سیاسي  استازي

د طالبانو جګپوړي چارواکي او د امریکا استازي نن د نړیوالو تروریستي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو د وتلو په اړه خبرې کوي چې غواړي له دې هېواده ووځي.

دا خبره دواړو لورو تائید کړې او ویلي یې دي چې نننۍ خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې کېږي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، په دې خبرو کې به همدا راز د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د سولې د تړون بیا کتنه هم وشي.

متحد ایالاتونو هم دا خبرې تائید کړي دي.

یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي ځکه د خبرو اجازه نه لري، اسوشیټېډ پرېس ته وویل، په دې خبرو کې به د امریکا استازي هڅه وکړي طالب مشران پر هغو ژمنو عمل ته وهڅوي چې د سولې په موافقه کې یې کړې وې.

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو تر وتلو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دواړه لوري داسې یوه غونډه کوي.