طالب چارواکي: د پاسپورټونو د وېش لړۍ له پیل سره به عواید لوړ شي

پاسپورټ ریاست ته مراجعه کوونکي

په افغانستان کې د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، د پاسپورټونو د وېش د لړۍ بیا پیل سره د ملي عوایدو په ګراف کې لوړوالی راتلی شي.

د پاسپورټ ریاست رییس عالم ګل حقاني نن شنبه (د تلې په ۱۷مه) ازادي راډيو ته وویل، له هر ټوک پاسپورټ څخه ۵۵۰۰ افغانۍ د حکومت خزاني ته وراضافه کېږي او دغه چاره کولی شي چې د ملي عوایدو او اقتصادي د پرمختګ په برخه کې ګټور تمام شي.

د نوموړي په خبره، که څه هم د نوي پاسپورټ لپاره نوملېکنه اوس لپاره بنده ده، خو په نږدې راتلونکې کې د دې بهېر بېرته پیل تر غور لاندې دی.

پاسپورټ ریاست مخکې ويلي و، اوس مهال ۱۷۰ زره ټوکه پاسپورټونه د دغه ریاست په ډیټابېس کې ثبت شوي، کوم چې وېش ته چمتو دي.

پر پلازمېنه کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دې ریاست چارې درول شوې وې، خو له تېرو څلور ورځو را په دېخوا د پاسپورټونو د ورکړې بهېر بېرته پیل شوی دی.