امریکا: کندز کې ځانمرګي برید ستر ناورین رامنځته کړ

 د کندز په سید اباد کې د شیعه مذهبو پر جومات برید

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په کندز کې ځان وژونکی برید یو ستر ناورین رامنځته کړ او امریکا له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې خپل خپلوان او دوستان یې په دې چاودنه کې له لاسه ورکړې دي.

د کندز ښار په سید اباد سیمه کې د شیعه مذهبو پر جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د شااوخوا ۵۰ کسانو ژوند واخېست او لسګونو نور یې ټپيان کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په کندز کې تر پرونۍ چاودنې وروسته په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل: "ښکاره ده چې هر زیان ستر دی، یوه لویه تراژیدي ده او زموږ د زړه له تله خواخوږي له هغو کورنیو سره ده چې عزیزان یې وژل شوي. موږ به د سیمې د مشرانو په همکارۍ هڅې وکړو چې هغه شریکان مو چې په افغانستان له موږ سره دریدلي وو اوغواړي چې ووځي، له افغانستانه بهر کړو."

د کندز د پرونۍ چاودنې مسوولیت داعش منلی دی او ویلي یې دي چې دا ځان مرګی برید یوه ایغور مسلمان کړی دی.

وروسته تر دې چې د اګسټ په وروستیو کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل دا په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ برید دی.