په لومړي ځل به قطر کې طالب او امریکایي چارواکي مخامخ وغږیږي

قطر کې د طالبانو سیاسي استازي

امریکایي چارواکي او طالبان به له افغانستانه د متحد ایالاتونو د ځواکونو له وتلو او پر کابل د طالبانو د سخت دریځې ډلې تر واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړي.

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، امریکایي پلاوی به د شنبې او یکشنبې په ورځو د طالبانو له جګپوړیو چاراکوسره د قطر په پلازمېنه دوحه کې وویني.

په دوحه کې له تېرو څو کلونو راهیسې امریکایي چارواکو او طالبانو د سولې خبرې مخته وړي چې بیا یې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري په ۲۹مه نېټه د سولې تړون لاسلېک کړ.

یوه امریکایي ویاند وویل: "موږ به پر طالبانو فشار راولو چې د ټولو افغانانو حقونو ته د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون درناوی وکړي او یوه ټولشموله حکومت چې له پراخ ملاتړه برخمن وي، جوړ کړي.په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي وضعیت او احتمالي بشري بحران سره مخامخ دی، موږ به پر طالبانو فشار راولو چې بشري مرسته کوونکو ادارو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې هغو سیمو ته ازادانه ورشي چې د مرستو ته اړتیا لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا غونډه په دې معنی نه ده چې واشنګټن طالبان په رسمیت پیژني.

یوه امریکایي چارواکي وویل، دا غونډه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو یا دوی ته د مشروعیت ورکولو په معنی نه ده.

هغه وویل: "موږ ښکاره څرګنده کړې ده چې طالبان د خپلو اعمالو له لارې مشروعیت ترلاسه کولی شي.دوی باید د خپلو کارونو یوه دوامداره سابقه رامنځته کړي."

د چارواکو په وینا د متحد ایالاتونو په پلاوي کې چې نن او سبا له طالبانو سره خبرې کوي د بهرنیو چارو د وزارت استازي، د یو اېس اېډ استازي او د امریکا د استخباراتي ادارو استازي شامل دي.

رویټرز اژانس د یوه امریکایي چارواکي په وینا خبر ورکړ چې په دې پلاوي کې زلمی خلیلزاد شامل نه دی چې له څو کلونو راهیسې یې له طالبانو سره د سولې خبرې مخته وړي.

د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د دوی یو جګ پوړی پلاوی پرون ناوخته له کابله دوحې ته روان شو.

تمه ده چې امریکایي پلاوی به پر طالبانو دا فشار هم راولي چې هغو امریکایانو او یو شمېر نورو کسانو ته چې له افغانستانه وځي خوندي چاپیریال مساعد کړي او برمته شوی امریکایي مارک فریریچس خوشې کړي.

مارک فریریچس د دوه زره شلم کال په جنوري کې په افغانستان کې تری تم شو، هغه وخت داسې راپورونه خپاره شوي وو چې دا امریکایي انجنیر حقاني شبکې برمته کړی دی.