په کندز کې د خونړي برید پړه داعش منلې

کندز کې خونړي برید شااوخوا ۵۰ تنه ووژل

په کندز کې د پروني خونړي برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه.

د کندز ښار د خان اباد بندر په سیمه کې د شیعه ګانو په جومات کې پرون د جمعې د لمانځه پر مهال درنه چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې شااوخوا ۵۰ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د داعش ډلې خراسان څانګې پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی یوه انتحاري په داسې حال کې خپل چاودېدونکي مواد والوزول چې خلک په جومات کې دننه پر لمانځه درېدلي وو.

د داعش په یوه جلا بیان کې ادعا کړې چې بریدکوونکی د چین له اویغور مسلمانانو څخه و.

د کندز امنیه قوماندان مولوي دوست محمد وویل چې د دې حملې هدف په افغانستان کې د قومي نفاق اور ته لمن وهل دي.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د دې ډول حملو مخه ونیول شي: "موږ خپل اهل تشیع وروڼو ته دا اطمینان ورکوو چې په راتلونکي کې د دوی د امنیت لپاره یو لړ تدابیر په پام کې لرو او دوی ته به دا مشکلات بیا نه پېښږي."

بېلابېلو نړیوالو موسسو او له هغې ډلې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار سازمان د کندز حمله په کلکه غندلې ده.

د داعش ډلې خراسان څانګې پخوا تر دې هم په افغانستان کې د ډېرو چاودنو او حملو مسوولیت منلی و، خو له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي او امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي، دا پر شیعه ګانو تر ټولو خونړی برید دی.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته داعش ډلې د کابل د هوايي ډګر د برید په ګډون چې نژدې دوه سوه کسان یې ووژل څو نورې چاودنې هم کړي دي.