چارواکو: په کندز کې پر یو جومات برید کې ۴۶ کسان وژل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې سیمه ایز واکمن وايي چې دغلته پر یو جومات نني برید کې 46 کسان وژل شوي او 143 تنه نور ټپیان شوي دي. دا چاودنه د کندز ښار سید اباد سیمه کې چې اکثریت استوګن یې شیعه افغانان دي د جمعې د لمانځه پرمهال پر لمونځ کونکو شوې ده. په کندز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسيون مسوول مطیع الله روحانې رسنیو ته په یو استول شوې بیان کې ویلې دي، چې د سیداباد جامع جومات په نننۍ پيښې کې ۴۶ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي. روحانې وايي، چې د ا برید د یو انتحارې کس له خوا ترسره شوی دی. تراوسه پورې کومې ډلې هم ددې پيښې مسوولیت پرغاړه نه دې اخیستې، خو تر دې مخکې د یو شمیر هغو بریدونو مسولیت چې په کې د شیعه مسلمانانو مذهبي او ټولنیز مراسم په نښه شوي وو، د داعش وسلوالې ډلې منلی و. دا د اګست له 26 مې نیټې راوروسته چې د کابل په هوايي ډګر کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، تر ټولو خونړۍ برید دی چې د طالبانو تر واک لاندې یوه سیمه کې کیږي.