طبي ډاکتران: په زور د معتادینو درملنه د بیا معتاد کېدو لامل کېږي

ارشیف، کابل کې په نشه‌یي موادو اخته کسانو د درملنې یو مرکز

ځینې کورنۍ خپل معتادین په زور بستري کوي او د نشې پرېښودلو ته‌یې اړ کوي، خو طبي ډاکتران له معتادینو سره داسې چلند ناسم بولي.

دوی وايي چې په زور د معتادینو درملنه مثبته نتیجه نه‌لري.

دا چې په زور د نشې پرېښودل د درملنې بهير څومره ټکنی کوي، په زور د نشې پرېښودلو زیانونه څه دي او ایا په زور درملنه څومره د بیا اعتیاد لامل کېږي؟

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال د اعتیاد د برخې متخصص ډاکتر واحدالله کوشان سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې کوم حالت ته په زور د نشې پرېښودلو حالت ویلی شو؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

متخصص ډاکتر واحدالله کوشان سره مرکه