افغان بزګران له نړيوالې ټولنې غواړي ورسره د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي

کندهار کې د کوکنار کروندې

په داسې حال کې چې په روان شمسي کال کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه هېڅ رسمي راپور نه‌دی خپور شوی، ځيني اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د دوام په اړه اندېښنې لري.

دا هېوادونه اندېښنه لري چې د طالب مقاماتو له‌خوا د څارنې فعال سيستم او د رسمي ژمنتيا د نشتوالي له امله به په افغانستان کې د کوکنارو کښت يو ځل بيا ډېر شي.

بزګران بيا دا اندېښنه لري که طالب مقامات د نړیوالې ټولنې د فشار په نتيجه کې د بديل کښت او اقتصادي مرستو پرته د کوکنارو کښت بند کړي، نو دوی به له سختې بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ شي.

د ننګرهار يو ځمکه‌وال جمال ناصر او د کندهار يو بزګر امان‌الله له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې پر طالب مقاماتو تر فشار مخکې بايد له دوی سره د اقتصادي او بديل کښت په برخو کې مرستې وشي.

دوی وايي: "موږ پوهېږو چې د کوکنارو کښت د ټولنې په ګټه نه‌دی، خو بیا هم که حکومت‌يې بندوي، نو بزګر به له ډېرو ستونزو سره مخ شي، ځکه د اکثرو کورنیو روزي په همدې کښت پورې تړلې ده، خو بيا هم که حکومت‌يې داسې بديل لري چې تر کوکنارو يې ګټه ډېره وي او د کورنیو ستونزې حل کولای شي، موږ خوښ يو چې د کوکنارو کښت بند شي، خو که له بديل کښت پرته د کوکنارو کښت بندېږي، نو موږ به له ډېرو ستونزو سره مخ شو او ان دا چې ډېرې ځمکې به شاړې پاته شي."

د افغانستان بامیان ولایت کې د کوکنارو کښت

"که اسلامي امارت د کوکنارو کښت بند کړي، نو خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ شي، ځکه چې اوبه نه‌شته، وچکالي ده، خلک وچکالۍ او جګړې ځپلي دي، د غنمو په کښت هېڅ ژوند نه‌کېږي، وچه ډوډۍ هم نه پرې کېږي، نوره روزي خو لا پرېږده. د حل لاره‌يې دا ده چې نړۍ تر درېيو څلورو کالو پورې له بزګرو سره مرستې وکړي او بديل کښت ورکړي، کله چې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه شو، د کوکنارو له کښت څخه لاس اخلي."

د افغان دولت او ملګرو ملتونو راپور چې د ۱۳۹۹ شمسي کال په وروستيو کې خپور شو ښيي چې د کوکنارو د کښت لمن له ۱۲ ولايتونو څخه و ۲۲ ولايتونو ته پراخه شوې وه.

اوس دا اندېښته شته چې د زراعت په برخه کې د پرمختيايي پروژو او بديل کښت په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو له ځنډېدو سره به په افغانستان کې د کوکنارو کښت څو برابره ډېر شي.

د مشرانو جرګې پخوانی غړی هاشم الکوزی وايي چې د کوکنارو د کښت د بندېدو په اړه چې هره پرېکړه کېږي، بايد داسې پرېکړه وي چې بزګرو ته زيان ونه‌رسېږي، ځکه چې د کليوالو خلکو د روزۍ يوازنۍ سرچينه کښت او کرونده ده.

د مشرانو جرګې پخوانی غړی هاشم الکوزی

ښاغلی الکوزی زیاتوي: "بايد بزګر زيانمن نه‌شي او قناعت ورکړل شي چې وا وروره! د کوکنارو د کښت تاوان ستا خپلو بچيانو ته هم رسېږي او بل دا چې بايد بزګرو ته د بديل کښت زمينه برابره شي، بيا کېدای شي چې دا بهير بريالی شي."

نړیوالې ټولنې په تېرو ۲۰ کالو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمولو لپاره بېلابېلې پروژې عملي کړې چې په دې لړ کې يوازې د امريکا متحده ايالاتو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې تر ۹ ميليارده ډالرو ډېرې پيسې لګولې دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

افغان بزګران له نړيوالې ټولنې غواړي ورسره د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي