طالبانو ازبکستان ته له افغان خاورې د دوی پر ضد د نه‌کارول کېدو ډاډ ورکړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف لیدنه

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو په مشرۍ حکومت چارواکو ډاډ ورکړی چې هېڅکله به افغان خاوره د ازبکستان پر ضد ونه‌کارول شي.

عبدالعزیز کاملوف دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره تر لیدنې وروسته کړي او وايي هېواد یې د ترانزیټ، انرژۍ او تجارت په برخه کې افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دی.

ښاغلي متقي تېره ورځ په کابل کې له ښاغلي کاملوف سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې له ازبکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او اقتصادي پروژو ته به وده ورکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف

ښاغلی متقي زیاتوي: "د ازبکستان د دوست هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د برېښنا انرژۍ، د اورګاډي، همدارنګه د مزار شریف د هوایې ډګر د رغولو په اړه خبرې وشوې، مختلف هیئتونه ورسره ملګري وو او اړوندو وزارتونو سره‌یې هم مجالس درلودل، په لوړه کچه په دوه اړخیزو اړیکو باندې تفصیلي خبرې وشوې."

ښاغلي متقي وویل چې په نږدې راتلونکي کې به له ازبک چارواکو سره نور مجلسونه هم وشي او دوی غواړي چې اقتصادي پروژو ته وده ورکړي چې ډېر ژر به په ځینو اقتصادي پروژو کار هم پیل شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او ورسره مل پلاوي یې له طالب چارواکو سره په کتنه کې له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو په دوام ټینګار کړی دی.

عبدالعزیز کاملوف هم ډاډ ورکړ چې هېواد یې د ترانزیټ، انرژۍ او تجارت په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

نوموړي دغه‌شان وویل: "په دغو خبرو کې موږ له خپلو افغان وروڼو څخه ژمنه واخیسته چې هېڅکله به افغان خاوره د ازبکستان پر ضد ونه‌کارول شي او اجازه به ورنه‌کړي چې ازبکستان ته کوم ګواښ متوجې شي، په دوهم ګام کې موږ په اقتصادي، ترانزیټ مسایلو خبرې وکړې او په نږدې راتلونکي کې به زموږ کاري ډلې ترمز کې سره کېني او خبرې به وکړې."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف

ازبکستان د افغانستان وارداتي برېښنا ۷۷ سلنه پوره کوي او پاتې نوره برخه له تاجکستان او ایران واردېږي.

تېره اوونۍ والسټریټ ژورنال خبري شبکې په خپل راپور کې وویل، که افغانستان د وارداتي برېښنا ۹۰ ملیونه ډالره پور پرې نه کړي، ښايي له برېښنا محروم شي.

په دې اړه نور: په افغانستان د وارداتي برېښنا پرې کېدو په اړه اندېښنو ته د برېښنا شرکت غبرګون

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا د سیمې او نړۍ د هېوادونو دوهم د بهرنیو چارو وزیر دی چې کابل ته سفر کوي.

تر دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني کابل ته تللی و.

د بشرپاله او مرستندویه سازمانونو د څو مشرانو په سفرونو سربېره په هغو نورو لوړپوړو چارواکو کې چې د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سره‌یې په کابل کې کتلي دوه ورځې مخکې د بریتانیا د صدراعظم ځانګړی استازی او تر هغه مخکې د قرغزستان د ولسمشر امنیتي مرستیال شامل دي.

د یادونې ده چې نږدې دوه میاشتې کېږي چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړی او سرپرسته کابینه‌یې اعلان کړې، خو تر اوسه د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د طالبانو په رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې شرطونه روښانه دي.

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول، ترهګرۍ سره مبارزه، د بشر په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی، هغه غوښتني چې نړۍ یې له طالبانو لري.

د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره یوه بله موضوع له ګاونډیانو او نړۍ سره د ښو اړیکو پالل دي.

مخکې تر دې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و، له ډېرو هېوادونو سره د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندو لپاره خبرې شوي او ژر به یو شمېر هېوادونه د دوی په مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني.