د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د داعش فعالیتونه زیات شوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې فعالیتونه زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون (پنجشنبه) وویل چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت پر زیاتېدو اندېښمنه ده.

د دې په وینا روسیه په ځانګړي ډول دې ته اندېښنه لري چې د داعش فعالیتونه په کابل کې د روسیې د سفارت په شااوخوا کې لیدل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې د داعش ۵ غړي ووژل شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر طالبانو غږ کړی چې د روسي ډیپلوماتانو او د سفارت د امنیت لپاره نور اقدامات وکړي.

په همدې حال کې پرون روسي خبري اژانسونو راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی وايي، مسکو غواړي چې د روان اکټوبر په ۲۰مه د افغانستان په اړه د خبرو لپاره یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.