د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له مولوي امیر خان متقي سره ولیدل

د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف لیدنه

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف نن په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.

باختر اژانس راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې متقي کاملوف ته ډاډ ورکړی چې له وروستیو تحولاتو را په دې خوا د ده په خبره د افغانستان وضعه اوس مخ په عادي کېدو ده.

اخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په خپل ټویټر د دې لیدنې عکسونه او جزئیات خپاره کړي.

بلخي د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف په حواله لیکلي چې هیله‌یې ښودلې طالبان ژر په نړیواله ټولنه کې خپل "قوي" ځای پیدا کړي.

کاملوف ډاډ ورکړی چې هېواد یې د ترانزیټ، انرژۍ او تجارت په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

د طالبانو له بیا راواکمنېدو وروسته دا د سیمې او نړۍ د هېوادونو دوهم د بهرنیو چارو وزیر دی چې کابل ته سفر کوي.

تر دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني کابل ته تللی و.

د بشرپاله او مرستندویه سازمانونو د څو مشرانو په سفرونو سربېره په هغو نورو لوړپوړو چارواکو کې چې د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سره‌یې په کابل کې کتلي دوه ورځې مخکې د بریتانیا د صدراعظم ځانګړی استازی او تر هغه مخکې د قرغزستان د ولسمشر امنیتي مرستیال شامل دي.