برېښنا شرکت د کابینې له تائید وروسته د خپلو پوروړو جایدادونه پلوري

د برښنا شرکت لوګو

برېښنا شرکت د خپلو پوروړ جایدادونه پلوري.

دا خبره د یاد شرکت عملیاتي چارو مسوول صفي الله احمدزي رسنیو ته کړې ده.

هغه ویلي، برېښنا شرکت د منځنۍ اسیا له هېوادونو د وارداتي برېښنا له درکه نږدې ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی، نو ځکه یې پرېکړه کړې چې د خپلو لویو پوروړیو جایداداونه وپلوري.

تمه ده د جایدادونو د پلور وړاندیز د طالبانو د حکومت کابینې ته وړاندې شي او د هغوی تر تائید وروسته به یې برېښنا شرکت په پلور لاس پورې کړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو پر اساس خلک شااوخوا پنځه سوه میلیونه افغانۍ له دې شرکت پوروړي دي.