بلوچستان کې زلزلې ۲۳ تنه وژلي او سلګونه نور یې ژوبل کړي

ارشیف

د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې نن سهار وختي د یوې زلزلې له امله چې قدرت‌یې د ریښتر په کچه ۵،۷ ثبت شوی، لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه شوي او له ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې ویلي چې دغې زلزلې چې مرکز یې د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې په لویدیځ سل کیلومترۍ کې شل کیلومتره تر ځمکې لاندې و، هارنای غرنۍ سیمه ډېره اغېزمنه کړې.

د بلوچستان له طبیعې پېښو سره د مبارزې د ادارې رییس نصیر ناصر ویلي چې ښایي د مړو شمېر له دې زیات شي او ویلي یې دي چې د دې زلزلې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې سیمې ته یې مرستندویه ډلې رسېدلي او هڅه کوي چې زیانمن شوېو کسانو ته مرستې ورسوي.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د سیمې په یوه کان کې د لږ تر لږه څلورو کان کیدونکو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

په پاکستان کې وروستۍ ورانونکې زلزله په ۲۰۱۵ کال شوې وه چې له امله یې شااوخوا څلورسوه کسان مړه شوي وو.