د امریکا او چین ولسمشران به په یوه مجازي غونډه کې ګډون وکړي

د امریکا او چین ولسمشران

د امریکا متحدو ایالاتونو او چین په اصولو کې موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به د روان کال له پای ته رسېدو مخکې په یوه مجازي غونډه کې ګډون کوي.

امریکایي رسنیو پرون چهارشنبه د یوه جګپوړي امریکایي چارواکي له قوله دا خبر ورکړی او ویلي یې دي چې جو بایډن او شي جین پینګ به د ویډیویي اړیکې له لارې سره ګوري.

دغه چارواکي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې پر دغې دوه اړخېزې مجازي غونډې په اصولو کې موافقه شوې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل، تر اوسه د دغې سرمشریزې جزیات نه دي بشپړ شوي.

د امریکا او چین د ولسمشرانو ترمنځ د دغې مجازې غونډې خبره وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان په سویس کې د چین له جګپوړي ډپلوماټ یانګ ییچي سره وکتل.

سپینې ماڼۍ وویل، سولیوان سره له دې چې د ټایوان پر وړاندې د چین د وروستیو پارونکو پوځي مانورونو، په چین کې د اقلیت قومونو له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د پیکنګ له خوا په هانګ کانګ کې د ډموکراسۍ پلوو د زیندۍ کولو د هڅو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، خو پر دې خبرې یې هم ټینګار وکړ چې په کار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ور پرانیستی وي.