پاکستانۍ رسنۍ: ندیم احمد انجم د 'ای. اېس. ای' مشر ټاکل شوی

د پاکستان ملي بیرغ

د پاکستاني رسنیو په وینا ندیم احمد انجم د پاکستان د پوځي استخباراتو ای اېس ای مشر ټاکل شوی دی.

د ای اېس ای مخکینی مشر فیض حمید په ېيښور کې د کومانډو د قول اردو قوماندان شوی دی.

فیض حمید چې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته کابل ته تللی و، نوموړی ۲۰۱۹م کال د جون په میاشت کې د ای اېس ای مشر شوی و.

د ای اېس ای نوي مشر ندیم احمد انجم د امریکا په متحد ایالاتونو کې لوړې زده کړې کړي دي.

دی پخوا په کراچۍ کې د قول اردو قوماندان و او تر هغه مخکې د بلوچستان په مرکز کوټه کې د افسرانو د روزنې د مرکز رئیس و.