د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو لیدنه

د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د هغه ترکمن ساري قربان قلي بیردي محمداوف وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې منځنۍ اسیا د پرمختګ کیلي ده.

دواړو ولسمشرانو خبریالانو ته وویل چې پر هغو پروژو کار ته دوام ورکړي چې له افغانستان سره تړلې دي.