د کرکټ افغان ملي لوبډله د نړیوال شل اووره جام لپاره قطر ته لاړل

ارشیف

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي په نړیوال شل اووره جام کې د ګډون لپاره نن قطر ته روان شول.

د کرکټ بورډ عمومي رييس عزیز الله فضلي له لوبغاړو سره د خدای پامانۍ په مهال وویل، افغان لوبغاړو د نړیوال جام لپاره ښه تمرین کړی او له پوره چمتووالي سره روانیږي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ۲۲ لوبغاړي به له قطره وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ شي چې د نړیوال شل اوره جام کوربه دی.