یوناما کندز کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو هرکلی وکړ

ارشیف، یو شمېر نجونې زده کوونکې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په کندز ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو هرکلی وکړ.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له بلخ ولایت پرته په نور ټول هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونې په کور کښېنولې او ویې ویل چې د نجونو لېسې به وروسته له دې چې یوه لایحه یې ورته ترتیب کړه، پرانیستل شي.

په افغانستان کې اروپايي استازولۍ پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي: "دا خبر چې په کندز کې د نجونو پرمخ د متوسطه ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې، مثبته نښه ده. هیله لري چې د افغانستان په نورو سیمو کې به هم پرانیستل شي."

په کندز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د کمیسیون مسوول مطیع الله روحاني وايي، د امنیتي اندېښنو له پای ته رسېدو وروسته په کندز کې له لومړي ټولګي تر دوولسمه پورې نجوني ښوونځیو ته ځي: "ټول ښوونځي له اوله تر دوولسمه فعال دي، نجونې کولی شي ښوونځیو ته لاړې شي او زده کړې وکړي؛ په دې برخه کې کومه ستونزه نه شته، مخلوط صنفونه جلا شوي دي."

خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې لا هم د نجونو ښوونځي بند دي.