نامعلومو وسله والو په جلال اباد کې دوه طالبان وژلي

جلال اباد ښار

نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې دوه طالبان وژلي دي.

یوې ځايی سرچینې، د موضوع د حساسیت له کبله د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، نن سهار شااوخوا ۷ بجې نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار په لغمان اډه کې پر طالبانو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه طالبان ووژل شول او درې ملکیان هم ژوبل شول.

طالبانو تراوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا تېره شپه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په قلعه اخوند سیمه کې د کوز کونړ ولسوال د موټر په لاره کې ماین وچاودېده چې له کبله یې ولسوالی حمزه او ۳ تنه نور ټپیان شول.

تراوسه پورې د دواړو پېښو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.