د افغانستان بانک: ټول دولتي ادارې دې په افغانیو معاملې وکړي

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک ټولو دولتي او خصوصي ادارو او موسسو څخه غوښتي چې خپل تړونونه، پولي معاملې او نورې اقتصادي راکړې ورکړې په افغانیو وکړي.

په هغه خبرتیا کې چې د دغه بانک له خوا خپره شوې راغلي، د دغه بانک د ۳۳ مادې پر بنسټ دا چې د افغانستان پولي واحد افغانۍ دی، نو باید په په ټولو پولي معاملو کې هم افغانۍ اساس وګرځول شي.

د افغانستان بانک ویلي، له دې کار موخه اقتصادي پرمختګ دی.

دا خبرتیا پرون ناوخته په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر پاڼه خپره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې مخکې تردې به په افغانستان کې ډېری تړونونه، پولي معاملې او اقتصادي راکړه ورکړه په ډالرو کېده چې په بازارونو کې د توکو د ګرانې لامل هم همدا موضوع یاده شوې وه.

دغه شان پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو او د بانکونو تر تړل کېدلو او بیا خلکو ته په محدوده اندازه د پیسو په ورکړې سره دا اندېښنې هم پیدا شوي چې ګوندې ګاونديو هېوادونو ایران او پاکستان سره په ګاونډ ولایتونو کې یو ځل بیا د یادو هېوادونو په پیسو تومان او کلدارې راکړه ورکړه دود نه شي.

هغه چاره چې تېر حکومت یې په ډېرې سختۍ سره مخه ونیوله.