نړیوال بانک: د منځنۍ اسیا اقتصادي وده په افغانستان پورې تړلې

ارشیف، نړیوال بانک

نړیوال بانک وايي چې د منځنۍ اسیا اقتصادي وده ښايي د افغانستان او سیمې په هېوادونو کې د ثبات په اړه د اندېښنو له کبله کمزوری وي.

نړیوال بانک نن چهارشنبه (د تلې په ۱۴مه) د اروپا او منځنۍ اسیا د اقتصاد په اړه په خپل نوي راپور کې وویل چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو اقتصادي وده په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د بیو د لوړېدو له کبله د لوړې کچې له انفلاسیون سره-سره، ښايي د پانګونو او اقتصادي فعالیتونو په مټ په سلو کې ۴،۳ وي.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې د سیمې د لوی هېواد قزاقستان اقتصادي وده اوس مهال ۳،۵ ده او په راتلونکي کال کې به ۳،۷ ته لوړه شي.

نړیوال بانک په یوه بیان کې ویلي چې په منځ مهال او اوږده مهال کې د منځنۍ آسیا د اقتصادي ودې کچه ښايي په افغانستان او سیمه کې د ابهام او امنیتي ګواښونو او همدا راز د کډوالو د احتمالي څپې له کبله راټېټه شي.